سوره یوسف (آیت 21)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۲۱

وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِنْ مِصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَىٰ أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا ۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ 21 ٢١

او هغه سړي چې دى يې له مصره اخيستى و، خپلې ښځې ته وویل: د ده استوګنه عزتمنه ساته۔، امېد دى چې دا به مونږ ته فايده راورسوي یا به دا مونږ زوى ونیسو او همدارنګه مونږ یوسف ته په ځمكه كې ځاى (او قدرت) وركړ او د دې لپاره چې مونږ هغه ته د خبرو څه تاویل (او تعبیر) وښیو او الله په خپل كار غالب دى او لېكن اكثره خلق نه پوهېږي (۲۱)

تفسیر
اوکوم سړي چې هغه په مصر کې واخيست خپلې مېرمنې ته وويل: ښه ورسره وکړه او زموږ سره په اوسېدو کې يې درناوی وکړه، کېدای شي په هستوګنه کې موږ ته د هغه څه په اړه ګټه ورسوي چې ورته اړ يو او يايې په زوی نيولو سره زوی وګرځوو، لکه څنګه چې مو يوسف له وژلو وژغوری، له څاه مو را واېست، پر هغه مو د (مصر) د عزيز زړه نرم کړ، هغه ته مو په مصر کې ځای ورکړ، تر څو هغه ته يې د خوب تعبير وروښايو، الله په خپله پرېکړه برلاسی دی، پرېکړه يې ترسره کېدونکې ده، هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته، خو ډېری خلک چې کافران دي پر دې نه پوهيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ