سوره یوسف (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۳۱

فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ ۖ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا إِنْ هَٰذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ 31 ٣١

نو كله چې هغې د دوى مكر واورېده (، نو) دوى ته يې پېغام ولېږه او د دوى لپاره يې مجلس تیار كړ او په دوى كې يې هرې یوې ته چاړه وركړه او هغې (ده ته) وویل: دوى ته راووځه، نو كله چې دوى هغه ولیده (، نو) ډېر لوى ښايسته يې ومونده او خپل لاسونه يې پرې كړل او ويې ویل الله ته پاكي ده، دا خو بشر نه دى، دا نه دى مګر ډېر عزتمن مَلك (۳۱)

تفسیر
کله چې د عزيز مېرمنې د ځان په اړه د هغوی بد ګڼل او د هغوی لخوا يې خپل غيبت واورېده هغوی ته يې بلنه ورکړه تر څو يوسف وويني او عذر يې ومني، هغوی لره يې يو ځای چمتو کړ چې په هغو کې فرش او تکيې وې، هرې يوې بلل شوې ته يې يوه چاړه ورکړه ترڅو خوراکي توکي پرې غوڅ کړي، يوسف عليه السلام ته يې وويل: پر هغوی راووځه، کله چې يې هغه ته وکتل لوی يې وګاڼه د هغه ښايست ته يې عقل والوت او ښکلا ته يې ستړيې شولې، او له سختې ستړيا يې لاسونه په هغو چړو ټپي کړل چې د خوراکي توکو د پرې کولو لپاره چمتو کړل شوې وې او ويې ويل: سپېڅلتيا ده الله لره، دا هلک بشر ندی، په هغه کې چې کوم ښايست دی هغه په بشر کې ندی ليدل شوی، هغه خو يوازې له مکرمو پرېښتو څخه يوه مکرمه پرېښته ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ