سوره یوسف (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۳

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَٰذَا الْقُرْآنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ 3 ٣

مونږ تا ته تر ټولو ښه بیان (قصه) بیانوو په دې سبب چې مونږ تا ته دا قرآن وحي كړى دى، او بېشكه شان دا دى چې ته د دې (قرآن له نازلېدلو) نه مخكې خامخا له ناخبرو ځنې وې (۳)

تفسیر
ای رسوله! موږ پر تا غوره کيسې بيانوو د هغو د رېښتينولۍ، د هغو د الفاظو د سلامتۍ او بلاغت له امله چې دغه قرآن مو درباندې نازل کړی دی او بېشکه ته د هغه له نازلېدو مخکې له دغو کيسو څخه له بې خبرو څخه وې، تا لره پر دغه پوهه نه وه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ