سوره یوسف (آیت 45)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
12
یوسف(يوسف)، آیت ۴۵
وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَا أُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ
او هغه كس وویل چې په هغو دواړو كې ده نجات موندلى و او له ډېرې مودې نه پس يې یاد شو: زه تاسو د دې (خوب) په تعبیرخبروم، نو تاسو ما (یوسف ته) ولېږئ (۴۵)
تفسیر
او هغه څښاک ورکوونکی چې له دوو ځوانو بنديانو ژغورل شوی وويل، يوسف عليه السلام او د هغه پوهه چې د خوب د تعبير په اړه يې لرله له يوې مودې وروسته ور په ياد شول: زه تاسو ته د هغه خوب د تعبير په اړه خبر درکوم چې پاچا ليدلی دی وروسته د هغه چا له پوښتلو چې د خوب د تعبير پوهه لري؛ نو ما ولېږه ای پاچا! يوسف ته تر څو ستا د خوب تعبير وکړي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: