سوره یوسف (آیت 48)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۴۸

ثُمَّ يَأْتِي مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّا تُحْصِنُونَ 48 ٤٨

بیا به د دې (كلونو) نه پس ډېر سخت اوه (كاله) راځي چې هغه (غلې) به وخوري چې تاسو مخكې د دغو (كلونو) لپاره ذخیره كړي دي۔ مګر لږ شان له هغه نه چې تاسو يې ساتئ (۴۸)

تفسیر
بيا به له دغه اوو ودانو (لمدو) کلونو وروسته چې تاسو پکې کرل کړي دي اوه وچ کالونه راځي، خلک به پکې خوري ټول هغه څه چې په ودانوکلونو کې يې رېبلي دي پرته له هغولږو چې تاسو يې د تخم په توګه ساتئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ