سوره یوسف (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۴

إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ 4 ٤

(یاد كړه هغه وخت) كله چې یوسف خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! بېشكه ما (په خوب كې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوى ولېدل چې ما ته سجده كوونكي وو (۴)

تفسیر
موږ تا خبروو ای رسوله! کله چې يوسف عليه السلام خپل پلار يعقوب عليه السلام ته وويل: ای پلارجانه! بېشکه ما په خوب کې يولس ستوري وليدل، لمر او سپوږمۍ مې وليدل، دا ټول مې وليدل چې ما لره سجده کوونکي وو، دغه خوب د يوسف عليه السلام لپاره يو بيړنی زيری و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ