سوره یوسف (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۵۱

قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدْتُنَّ يُوسُفَ عَنْ نَفْسِهِ ۚ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِنْ سُوءٍ ۚ قَالَتِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدْتُهُ عَنْ نَفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ 51 ٥١

هغه وویل: ستاسو څه حال (معامله) وه كله چې تاسو له یوسف نه د هغه د نفس غوښتنه كوله؟ هغوى وویل: الله ته پاكي ده، مونږ په هغه كې هېڅ بدي نه وه معلومه كړې، د عزیز ښځې وویل: اوس حقه (رښتیا) خبره ظاهره شوه، ما له هغه نه مطالبه كړې وه او بېشكه هغه یقینًا له رښتینو څخه دى (۵۱)

تفسیر
پاچا ښځو ته په خطاب کولو سره وويل: ستاسو کيسه څنګه ده کله مو چې له يوسف څخه په چل وغوښتل ترڅو له تاسو سره ناروا وکړي، ښځو پاچا ته په ځواب کې وويل: ډېره لېرې ده چې يوسف دې تورن وي، پر الله قسم موږ د هغه په اړه په هيڅ بدو نه پوهېږو، دغه مهال د عزيز مېرمنې د کړي عمل د منونکې په ډول وويل: اوس حق څرګند شو، ما د هغه د تېر اېستلو هڅه وکړه، هغه زما د تېر اېستلو هڅه نه ده کړې او هغه د ځان د سپېڅلتيا د دعوې په اړه له رېښتينو څخه دی کوم چې ما تور پرې لګولی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ