سوره یوسف (آیت 53)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
12
یوسف(يوسف)، آیت ۵۳
وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ۚ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي ۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ
او زه خپل نفس نه بري كوم، یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۵۳)
تفسیر
د عزيز مېرمنې خپله خبره په دې ويلو اوږده کړه: زه خپل نفس د ناروا له ارادې پاک نه ګڼم، نه مې په دې د خپل نفس د پاکوالي اراده کړې ده، ځکه دانساني نفس شان دا دی چې په ناروا ډېر امرکوونکی دی، هغه څه ته د ورکوږوالي له امله چې غواړي يې او له هغه څخه د راګرځېدلو د سختوالي له امله، مګر له انسانانو چې پر چا الله رحم کړی وي، هغه يې په ناروا له امر کولو ساتلی وي، بېشکه زما پالونکی بښونکی دی هغه چا لره چې له بندګانو يې توبه وباسي، پر هغوی مهربانه دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: