سوره یوسف (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۵۸

وَجَاءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ 58 ٥٨

او د یوسف وروڼه راغلل، نو په ده باندې ورننوتل، نو ده هغوى وپېژندل او هغوى ده لره ناپېژندونكي وو (۵۸)

تفسیر
د يوسف وروڼه له خپلو پیسو سره د مصر ځمکې ته راغلل، پر هغه ورننوتل، يوسف وپېژندل چې ورونه يې دي، هغوی ونه پېژانده چې هغه يې ورور دی، د مودې د اوږدوالي او د هغه د حالت د بدلون له امله، ځکه کوم وخت چې هغوی په څاه کې واچاوه هغه ماشوم و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ