سوره یوسف (آیت 59)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۵۹

وَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَكُمْ مِنْ أَبِيكُمْ ۚ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَا خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ 59 ٥٩

او كله چې هغه دوى ته د دوى د سفر اسباب تیار كړل، ويې ويل: تاسو ما ته خپل هغه ورور راولئ چې ستاسو له پلاره دى، ایا تاسو نه وینئ چې بېشكه زه پېمانه (دانې) پوره وركوم او زه تر ټولو غوره مېلمه پال یم (۵۹)

تفسیر
او کله يې چې هغوی ته کومه غله او توښه ورکړل چې ترې غوښتل يې، هغه وويل وروسته له دې چې هغوی خبرکړ چې دوی يو پلارنی ورور لري له پلار سره يې پرېښی دی: ستاسو پلارنی ورور ماته راولئ، يو اوښ بار به در زيات کړم، آيا تاسو نه وينئ چې زه پېمانه پوره کوم، کموم يې نه؛ او زه تر ټولو مېلمه پالو غوره يم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ