سوره یوسف (آیت 69)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۶۹

وَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَخَاهُ ۖ قَالَ إِنِّي أَنَا أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 69 ٦٩

او كله چې دوى په یوسف باندې ورننوتل، (نو) هغه خپل ورور خپل ځان ته رانژدې كړ، ويې ويل: بېشكه زه چې یم، هم دا زه ستا ورور یم، نو ته په هغو كارونو مه خفه كېږه چې دوى كول (۶۹)

تفسیر
کله چې د يوسف وروڼه پر يوسف ورننوتل، له هغوی سره د يوسف سکه ورور هم و، هغه خپل سکه ورور ځانته ورنږدې کړ او پټ يې ورته وويل: زه ستا سکه ورور يوسف يم؛ نو ته په هغه څه مه خفه کېږه، کله چې دې وروڼو پر موږ د کينې او زيان له امله بد کارونه ترسره کړل او د هغوی لخوا زما په څاه کې په اچولو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ