سوره یوسف (آیت 78)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۷۸

قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ 78 ٧٨

دوى وویل: اى عزیزه! بېشكه د ده ډېر زوړ عمرخوړلى پلار دى، نو ته د ده په ځاى پر مونږ كې یو تن ونیسه، بېشكه مونږ تا له احسان كوونكو ځنې وینو (۷۸)

تفسیر
د يوسف وروڼو يوسف ته وويل: ای عزیزه! د هغه يو سپين ږيری عمرخوړلی پلار دی چې ډېره مينه ورسره لري د هغه په بدل کې له موږ يو ونيسه، بېشکه موږ دې وينو له موږ او نورو خلکو سره په معامله کې له ښېګڼه کوونکو څخه يې؛ نو په دغه کې له موږ سره ښه وکړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ