سوره یوسف (آیت 81)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۸۱

ارْجِعُوا إِلَىٰ أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ 81 ٨١

تاسو خپل پلار ته بېرته لاړ شئ، نو (ورته) ووایئ، اى زمونږ پلاره! بېشكه ستا زوى غلا كړې ده او مونږ ګواهي نه ده كړې مګر په هغه څه چې مونږ پرې پوه شوي یو۔ او مونږ د پټ كار ساتونكي نه وو (۸۱)

تفسیر
مشر ورور وويل: پلار ته مو ورشئ او ورته ووايئ: بېشکه زوی دې غلا وکړه؛ نو د مصر عزيز هغه د غلا په سزا مرېيی کړ، موږ خبر نه يو مګر دا چې پوه شو د هغه څه په ليدو چې پېمانه يې له باره راوځي او موږ پوه نه وو چې هغه غلا کوي، که موږ په دې پوه وای دهغه د بېرته راوستلو ژمنه مو نه درسره کوله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ