سوره یوسف (آیت 84)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۸۴

وَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَىٰ عَلَىٰ يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ 84 ٨٤

او له هغوى نه يې مخ وګرځاوه او ويې ويل: اى زما غمه په یوسف باندې! او د هغه دواړه سترګې له غمه تكې سپینې شوې، نو هغه (له قهره) ډك و (۸۴)

تفسیر
له هغوی څخه د مخ په اړولو لرې شو او ويې ويل: ای زما د غم سختۍ پر يوسف! پر هغه له ډېرې ژړا يې د سترګو تور، سپين شول، هغه له غم او خفګانه ډک دی، خپل خفګان له خلکو پټوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ