سوره یوسف (آیت 86)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۸۶

قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ 86 ٨٦

هغه وویل: بېشكه همدا خبره ده چې زه د خپل واړه او لوى غم شكایت الله ته كوم، او زه د الله له جانبه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ (۸۶)

تفسیر
پلار يې ورته وويل: زه له هغه غم او خفګان څخه چې راته رسېدلي يوازې الله ته شکايت کوم او د الله پر مهربانۍ، ښېګڼه، د اړ د دعا په قبلولو او کړاو ليدونکي ته په بدله ورکولو کې په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ