سوره یوسف (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۸

إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰ أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 8 ٨

كله چې هغوى (په خپل مینځ كې) وویل: خامخا یوسف او د هغه سكنى ورور زمونږ پلار ته زمونږ نه زیات محبوب دي، حال دا چې مونږ یوه قوتناكه ډله یو، بېشكه زمونږ پلار خامخا په ښكاره خطا كې (پروت) دى (۸)

تفسیر
کله چې يې وروڼو په خپل منځ کې وويل: يوسف او د هغه سکنی ورور مو پلار ته ترموږ ډېر ګران دی حال دا چې موږ يوه ډله زيات شمېر يو؛ نو څنګه يې هغوی دواړو ته پر موږ غوراوی ورکړی؟ بېشکه موږ هغه په ښکاره تېروتنه کې وينو چې هغوی ته يې پرموږ غوراوی ورکړی دی پرته له کوم داسې لامل څخه چې موږ ته دې ښکاره شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ