سوره یوسف (آیت 99)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۹۹

فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُوا مِصْرَ إِنْ شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ 99 ٩٩

نو كله چې دوى په یوسف ورننوتل، نو خپل مور او پلار يې خپل ځان ته رانژدې كړل او ويې ويل: تاسو مصر ته داخل شئ، په داسې حال كې چې په امن كې به يئ۔ كه الله وغواړي (۹۹)

تفسیر
يعقوب او کورنۍ يې له خپلې ځمکې ووتل په داسې حال کې چې په مصر کې يې د يوسف هوډ کړی وو، کله چې په هغه ور ننوتل، هغه خپل پلار او مور ځانته ورنږدې کړل او خپلو وروڼو او د هغوی کورنيو ته يې وويل: د الله په خوښه مصر ته ډاډه ننوځئ چې هيڅ ستونزه به درته نه رسيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ