سوره الرعد (رعد) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۱۰

سَوَاءٌ مِنْكُمْ مَنْ أَسَرَّ الْقَوْلَ وَمَنْ جَهَرَ بِهِ وَمَنْ هُوَ مُسْتَخْفٍ بِاللَّيْلِ وَسَارِبٌ بِالنَّهَارِ 10 ١٠

یو شان دي، په تاسو كې چې څوك خبره پټوي او څوك چې يې څرګندوي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى (۱۰)

تفسیر
په راز او پټو پوه دی،د هغه په پوهه کې ای خلکو! برابر دي هغه څوک چې له تاسو وينا پټوي او څوک يې چې څرګندوي او همدارنګه برابر دي د هغه په پوهه کې هغه څوک چې د خلکو له سترګو د شپې په تياره کې پټ وي او څوک چې د ورځې په رڼا کې له خپلو کړنو سره ښکاره وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ