سوره الرعد (رعد) (آیت 15)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
13
الرعد(الرعد)، آیت ۱۵
وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُمْ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ۩
او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه (۱۵)
تفسیر
يوازې الله ته ټول هغه څوک چې په آسمانونو او څوک چې په ځمکه کې دي په سجده سر ټيټوي، په دې کې مؤمن او کافر برابر دي، خو دا چې مؤمن په خوښه سرتيټوي او سجده کوي او کافر په ناخوښه سرتيټوي او خپل فطرت يې اړباسي چې په خوښه ورته سرټيټ کړي او د هغه له مخلوقاتو د ورځې په پيل او پای کې د هر هغه څه سيوری غاړه ږدي چې سيوری لري.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: