او هغه كسان چې هغه څه وصل كوي چې الله د هغه د میلاوولو حكم كړى دى او له خپل رب څخه وېرېږي او له بد حساب نه وېره كوي (۲۱)
تفسیر
او هغوی داسې خلک دي چې د هر هغه څه پالل کوي چې الله يې له خپلوليو د پاللو امر کړی، له خپل پالونکي يې داسې وېريږي چې وېره يې د الله د حکمونو منلو او نواهيوو څخه ډډه کولو ته اړباسي او له دې ډاريږي چې الله به له هغوی سره په کړو ګناهونو يې حساب وکړي؛ نو چې له چاسره په حساب کې مناقشه وشي هغه تباه شو.