سوره الرعد (رعد) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۲

اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ۖ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى ۚ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ 2 ٢

الله هغه ذات دى چې اسمانونه يې پورته كړي دي، بې له ستنو، چې تاسو هغه وینئ، بیا يې په عرش باندې برقرار شو، او ده لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى، هغه، د هر كار تدبیر كوي، دلیلونه ښه په تفصیل سره بیانوي، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب په ملاقات یقین وكړئ (۲)

تفسیر
الله هغه ذات دی چې لوړ آسمانونه يې پرته له داسې ستنو پيدا کړي چې تاسو يې ووينئ، بيا پورته شو او په عرش لوړ شو داسې چې د هغه پاک ذات له شان سره ښايي پرته له څرنګوالي او مثال بیانولو څخه، د خپل مخلوق د ګټو لپاره يې لمر او سپوږمۍ تابع کړل، هر يو له لمر او سپوږمۍ د الله په پوهه کې تر ټاکلې مودې ګرځي، هغه پاک ذات په اسمانونو او ځمکه کې د خپلې خوښې سره سم امر چلوي، پرخپل قدرت دلالت کوونکې نښې بيانوي تر څو د قيامت په ورځ د خپل پالونکي په مخامخ کېدو باور وکړئ، د ښه کار لپاره ورته چمتو شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ