سوره الرعد (رعد) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۳۰

كَذَٰلِكَ أَرْسَلْنَاكَ فِي أُمَّةٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهَا أُمَمٌ لِتَتْلُوَ عَلَيْهِمُ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَهُمْ يَكْفُرُونَ بِالرَّحْمَٰنِ ۚ قُلْ هُوَ رَبِّي لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ مَتَابِ 30 ٣٠

همدارنګه ته مونږ په داسې امت كې لېږلى يې چې یقینًا له هغه نه مخكې ډېر امتونه تېر شوي دي، د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (قرآن) ولولې چې مونږ تا ته وحي كړى دى، په داسې حال كې چې دوى په رحمٰن سره كفر كوي، ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص په هم ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زما بېرته ورتله دي (۳۰)

تفسیر
د دغه لېږلو بېلګه چې مخکيني رسولان مو امتونو ته يې پرې لېږلي لکه ته مو چې ای رسوله! خپل امت ته دې لېږلی يې، هغه قرآن پر هغوی لولې چې درته وحي کړی مو دی، چې ستا د رېښتينولۍ په دلالت کولو کې بسنه کوونکی دی، خو ستا د قوم حال دا دی چې له دغې نښې نټه کوي، ځکه هغوی پر الرحمن کفر کوي چې بل ورسره شريکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هغه الرحمن چې بل ورسره شريکوئ هغه زما پالونکی دی چې له هغه پرته بل معبود نشته، په خپلو ټولو چارو کې مې پر هغه بروسه کړې ده او هغه ته مې ورګرځېدل دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ