سوره الرعد (رعد) (آیت 31)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۳۱

وَلَوْ أَنَّ قُرْآنًا سُيِّرَتْ بِهِ الْجِبَالُ أَوْ قُطِّعَتْ بِهِ الْأَرْضُ أَوْ كُلِّمَ بِهِ الْمَوْتَىٰ ۗ بَلْ لِلَّهِ الْأَمْرُ جَمِيعًا ۗ أَفَلَمْ يَيْأَسِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَهَدَى النَّاسَ جَمِيعًا ۗ وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا تُصِيبُهُمْ بِمَا صَنَعُوا قَارِعَةٌ أَوْ تَحُلُّ قَرِيبًا مِنْ دَارِهِمْ حَتَّىٰ يَأْتِيَ وَعْدُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ 31 ٣١

او كه بېشكه قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستلى شي۔ (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و۔ او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي (۳۱)

تفسیر
که چېرې د الهي کتابونو څخه د کوم کتاب صفت دا وی چې غرونه له خپلو ځايونو پرې لرې شي، يا ځمکه پرې وچول شي چې نهرونه او چينې وبهوي، يا پر مړيو ولوستل شي هغوی ژوندي شي؛ نو ای رسوله! دغه پر تا نازل کړل شوی قرآن به داسې وی، هغه څرګند دليل والا او لوی اغېز والا دی که چېرې هغوی پاک زړي وای، خو هغوی نټه کوونکي دي، بلکې د معجزو او نورو شيانو په نازلولو کې ټول واک يوازې الله لره دی، آيا پر الله باور کوونکي نه پوهيږي چې که الله پرته د نښانو له نازلولو د ټولو خلکو لارښوونه غوښتی؛ نو پرته له هغو به يې ټول په لاره کړي وای؟ خو دا يې نه دي غوښتي او تل هغو کسانو ته چې پر الله يې کفر کړی د هغوی د تر سره کړي کفر او ګناهونو له امله داسې سخت کړاو رسيږي چې ويښوي يې يا دغه کړاو هغوی ته نږدې نازليږي، تر دې چې د الله ژمنه د پيوسته سزا په نازلېدو راشي، بېشکه الله د هغه څه پوره کول نه پرېږدي چې ژمنه يې کړې وي، کله يې چې ټاکلی وخت راشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ