سوره الرعد (رعد) (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۳۳

أَفَمَنْ هُوَ قَائِمٌ عَلَىٰ كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ ۗ وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ قُلْ سَمُّوهُمْ ۚ أَمْ تُنَبِّئُونَهُ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي الْأَرْضِ أَمْ بِظَاهِرٍ مِنَ الْقَوْلِ ۗ بَلْ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مَكْرُهُمْ وَصُدُّوا عَنِ السَّبِيلِ ۗ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ 33 ٣٣

ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه عمل چې هغه كړى دى (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟) او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، ته (ورته) ووایه: تاسو د دوى نومونه (او صفتونه) ذكر كړئ، یا تاسو هغه (الله) ته د هغه څه خبر وركوئ چې هغه يې په ځمكه كې نه پېژنې، بلكې تاسو په ظاهره وينا سره (تش په خولې، بې دلیله دوى شریكان كوئ) بلكې كافران شويو كسانو ته خپل مكرونه (او دروغ) ښايسته كړى شوي دي او له سمې لارې نه بند كړى شوي دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته (۳۳)

تفسیر
ايا هغه څوک چې د ټول مخلوق د روزيو د ساتنې دنده لري د هر نفس په ترسره کړې کړنه څارونکی دی، پر کړنو يې بدله ورکوي زيات وړ دی چې عبادت يې وشي يا دغه بتان چې هيڅ د عبادت حق نلري؟ حال دا چې کافرانو په ظلم او درواغو هغه له الله سره شريکان ګرځولي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: نومونه واخلئ موږ ته د هغو شريکانو چې تاسو يې له الله سره عبادت کوئ که چېرې په خپله دعوی کې رېښتيني وئ يا الله ته په ځمکه کې د هغو شريکانو خبر ورکوئ چې پرې نه پوهيږي او يا د سرسري وينا خبر ورکوئ چې حقيقت نلري؟ بلکې شيطان هغو کسانو ته چې کفر يې کړی د هغوی چل ښايسته کړی؛ نو پر الله يې کفر وکړ او هغوی يې د سمون او لارښوونې له لارې را وګرځول، څوک چې الله د سمون له لارې لار ورکي کړي هغو لره کوم لارښود نشته چې لارښوونه يې وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ