سوره الرعد (رعد) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۳۶

وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَفْرَحُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ ۖ وَمِنَ الْأَحْزَابِ مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ ۚ قُلْ إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ اللَّهَ وَلَا أُشْرِكَ بِهِ ۚ إِلَيْهِ أَدْعُو وَإِلَيْهِ مَآبِ 36 ٣٦

او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له تا نه مخكې) كتاب وركړى دى، هغوى په هغه (كتاب، قرآن) باندې خوشحالېږي چې تا ته نازل كړى شوى دى، او (د اهل كتابو) په ډلو كې ځینې هغه دي چې د ده ځينې برخه نه مني، ته (دوى ته) ووایه: ما ته په دې سره حكم شوى دى چې زه د الله عبادت كوم او له هغه سره شریك ونه نیسم، خاص د هغه طرف ته بلنه كوم او خاص هم ده ته زما ورتله دي (۳۶)

تفسیر
هغه يهوديان چې تورات مو ورکړی او هغه نصارا چې انجيل مو ورکړی دی، ای رسوله! پر هغه څه خوشحاليږي چې پرتا نازليږي له ځينې هغه څه سره د موافق کېدو له امله چې پر هغوی نازل کړل شوي و، له يهودانو اونصاراوو ځينې ډلې له ځينو هغه څه نټه کوي چې تاته نازل کړل شوي دي چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي او يا يې هغوی په تبديلۍ او تحريف سره بيانوي، ای رسوله! ورته ووايه: بېشکه ماته الله امر کړی چې يوازې د هغه عبادت وکړم او له هغه سره بل شريک نکړم، يوازې هغه راوبولم بل را ونه بولم، يوازې هغه ته مې ورګرځېدل دي او په همدې سره تورات او انجيل راغلي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ