او همداسې مونږ دا (قرآن) نازل كړى دى، په عربۍ ژبه حكم كوونكى او قسم دى كه ته د دوى د خواهشاتو پېروي وكړې وروسته له دې چې تا ته علم راغى (، نو) تا لپاره به د الله په مقابله كې نه هېڅ كارساز وي او نه بچ كوونكى (۳۷)
تفسیر
د پخوانيو کتابونو د خپلو قومونو په ژبو د نازلېدو غوندې پر تا مو هم ای رسوله! قرآن څرګنده حق بيانوونکي عربي وينا نازله کړې ده، که چېرې ای رسوله! د کتاب د څښتنانو د نفسي غوښتنو پيروي وکړې ستا سره د هغوی په معامله کې د هغه څه په لرې کولو چې د هغوی له نفسي غوښتنو سره سم ندي وروسته د هغې پوهې له راتګه چې الله تاته ښوولې ده؛ نو تا لره د الله لخوا کوم دوست نشته چې ستا کار خوښ کړي او د دوښمنانو پر وړاندې دې مرسته وکړي او نه تا لره کوم خنډ شته چې د الله له سزا دې مخه ونيسي.