او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغه سره د كتاب علم دى (۴۳)
تفسیر
او هغه کسان چې کفر يې کړی وايي: ته ای محمده! د الله لخوا نه يې لېږل شوی، ورته ووايه: ای رسوله! زما او ستاسو تر منځ الله د شاهد په توګه بسنه کوونکی دی پر دې خبره چې زه د خپل پالونکي لخوا تاسوته لېږل شوی يم، له هغه سره د آسماني کتابونو پوهه ده چې په هغو کې زما صفت دی او د چا پر رېښتينولۍ چې الله شاهد وي؛ نو د هغه چا درواغ ګڼل زيان نه ورته رسوي چې درواغ يې ګني.