سوره الرعد (رعد) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




13 الرعد(الرعد)، آیت ۸

اللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَحْمِلُ كُلُّ أُنْثَىٰ وَمَا تَغِيضُ الْأَرْحَامُ وَمَا تَزْدَادُ ۖ وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِمِقْدَارٍ 8 ٨

الله پوهېږي په هغه څه چې هره ښځه يې (په خپله خېټه كې) اوچتوي او په هغه څه چې رحمونه يې كموي او په هغه څه چې زیاتوي يې او هر شى له هغه سره په اندازې سره دى (۸)

تفسیر
الله پوهيږي په هغه څه چې هره ښځينه يې په خپله خېټه کې وړي، پوهيږي په هغه څه چې په رحمونو کې کوم کمی زيادت، روغتيا او ناروغي رامنځته کيږي او د هغه پاک ذات په وړاندې هر څه اندازه کړل شوي دي چې نه ترې زياتيږي او نه کميږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ