سوره ابراهیم (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۲۴

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ 24 ٢٤

ایا ته نه وینې چې الله څنګه یو مثال بیانوي: پاكیزه كلمه (چې لا اله الا الله ده) د هغې پاكیزه ونې په شان ده چې د هغې بېخ كلك وي (په ځمكه كې) او د هغې څانګې په اسمان كې وي (۲۴)

تفسیر
ای رسوله! آيا پوه نه شوې الله د توحيد کلمې لپاره چې هغه لااله الاالله ده څنګه بېلګه بيان کړه چې کله يې د پاکې ونې بېلګه ورکړه چې هغه د خرما ونه ده، جرړې يې د ځمکې په تل کې تلونکي دي په خپلو پاکو رګونو اوبه څښي څانګې يې اسمان ته پورته کېدونکې دي نم څښي او پاکه هوا بويوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ