سوره ابراهیم (آیت 35)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۳۵

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا الْبَلَدَ آمِنًا وَاجْنُبْنِي وَبَنِيَّ أَنْ نَعْبُدَ الْأَصْنَامَ 35 ٣٥

او (یاد كړه) هغه وخت چې ابراهیم وویل: اى زما ربه! ته دا ښار د امن والا وګرځوه او ما او زما زامن د بتانو له عبادت نه لرې وساته (۳۵)

تفسیر
ای رسوله! ياد کړه هغه وخت، کله چې ابراهيم وويل وروسته تردې چې د مکې په ناو کې يې خپل زوی اسماعيل او د هغه مور هاجره ځای پرځای کړل: ای زما پالونکيه! دغه ښار چې ما مې خپله کورنۍ پکې واوسوله چې هغه مکه ده د ډاډ ښار وګرځوه، چې وينه پکې تويې نشي او نه پر چا پکې تېری وشي، ما او اولاد مې د بتانو له عبادته لرې کړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ