سوره ابراهیم (آیت 42)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۴۲

وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ 42 ٤٢

او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې خلاصې پاتې شي (۴۲)

تفسیر
او دا ګومان هيڅکله مه کوه ای رسوله! چې الله د ظالمانو سزا وروسته کوي بې خبره دی له هغه څه چې ظالمانو کوم درواغ ګڼل، د الله له لارې را ګرځول او داسې نور کارونه کوي، بلکې هغه پر دغه پوه دی، له هغه هيڅ شی پټ نه دي، خو د هغوی سزا وروسته کوي د قيامت ورځې ته دا هغه ورځ ده چې سترګې به پکې د هغه سخت امر د وېرې له امله پورته خيژی چې ويني يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ