سوره ابراهیم (آیت 44)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۴۴

وَأَنْذِرِ النَّاسَ يَوْمَ يَأْتِيهِمُ الْعَذَابُ فَيَقُولُ الَّذِينَ ظَلَمُوا رَبَّنَا أَخِّرْنَا إِلَىٰ أَجَلٍ قَرِيبٍ نُجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ۗ أَوَلَمْ تَكُونُوا أَقْسَمْتُمْ مِنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِنْ زَوَالٍ 44 ٤٤

او ته خلق له هغې ورځې نه ووېروه چې دوى ته به (په هغې كې) عذاب راشي، نو وايي به هغه كسان چې ظلم يې كړى دى۔: اى زمونږ ربه! ته مونږ تر نژدې نېټې پورې وروسته كړه (مهلت راكړه) ستا بلنه به قبوله كړو او د رسولانو پیروي به وكړو، (الله به ووايي:) ایا تاسو نه وئ چې مخكې له دې نه به مو قسم كاوه چې تاسو لپاره هېڅ زوال نشته (۴۴)

تفسیر
ای رسوله! امت دې د قيامت د ورځې د الله له سزا ووېروه، په دغه وخت کې به هغه کسان چې پر الله د کفر او پر هغه د شرک له امله يې پرځانو ظلم کړی ووايي: ای زموږ پالونکيه! مهلت راکړه، له موږ سزا وروسته کړه او دنيا ته مو د لږې مودې لپاره بېرته ولېږه پر تا به ايمان راوړو، د هغو رسولانو پيروي به وکړو چې موږ ته دې رالېږلي؛ نو هغوی ته به د ملامتيا په توګه ځواب ورکړل شي: آيا تاسو د دنيا په ژوند کې لوړه نه وه کړې چې تاسو لره لېږد نشته د دنيا له ژوند څخه آخرت ته، له مرګ وروسته له بېرته پاڅېدو نټه کوونکي وئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ