سوره ابراهیم (آیت 45)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۴۵

وَسَكَنْتُمْ فِي مَسَاكِنِ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ وَتَبَيَّنَ لَكُمْ كَيْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْأَمْثَالَ 45 ٤٥

او تاسو د هغو كسانو په كورونو كې اوسېدلي وئ چې په خپلو ځانونو به يې ظلم كاوه او تاسو ته (دا خبره) ښه ښكاره شوې وه چې مونږ له هغوى سره څنګه كار كړى و، او تاسو ته مونږ مثالونه بیان كړي وو (۴۵)

تفسیر
او تاسو کوز شوئ د پخوانيو هغو امتونو په هستوګنځيو کې چې پر خپلو ځانو پر الله د کفر له امله ظلم کوونکي وو، لکه د هود قوم او صالح قوم او تاسوته څرګنده شوه هغه تباهي چې پر هغوی مو راوستې وه، په کتاب کې مو تاسو ته بېلګې بيان کړې ترڅو پند واخلئ خو تاسو له هغو پند وانخيست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ