د دوى قمیصونه به د نانزړو وي او د دوى مخونه به اور رالاندې (او پټ) كړي (۵۰)
تفسیر
او ای رسوله! په هغه ورځ چې ځمکه په بله ځمکه بدله کړل شي او آسمانونه بدل کړل شي، ته به وينې کافران او مشرکان چې ځينې به له ځينو سره په ولچکو تړل شوي وي، لاسونه او پښې به يې په زولنو غاړوته ورنېږدې کړل شوي وي، او هغه جامې چې اغوندي يې له نانزړو به وي ( دا يوه سخته اور بلوونکې ماده ده) له ترېوو مخونو به يې اور پورته کيږي.