سوره ابراهیم (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۶

وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ أَنْجَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ وَيُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ 6 ٦

او كله چې موسٰى خپل قوم ته وویل: تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوى دى، كله چې يې تاسو له اٰلِ فرعون نه خلاص كړئ چې هغوى به تاسو ته ډېر سخت عذاب دررساوه او ستاسو زامن به يې حلالول او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و (۶)

تفسیر
ياد کړه ای رسوله! کله چې موسی د خپل پالونکي امر ومانه، خپل قوم بنو اسرائیلوته يې وويل: په داسې حال کې چې پر هغوی د الله د لورېينې ور په يادوونکی و، ای زما قومه! پرتاسو د الله لورېينه در په ياد کړئ کله يې چې د فرعون له خلکو وژغورلئ، د هغوی له نيونې يې روغ وساتلئ، چې بده سزا يې درڅکله، داسې چې نارينه اولادونه مو يې ذبح کول تر څو په تاسو کې هغه څوک ونه زيږيږي چې د فرعون پاچايي ونيسي او ښځې مو يې د هغوی د رسوايۍ او سپکاوي لپاره ژوندۍ پرېښودلې، د هغوی په دغو کړنو کې ستاسو لپاره پر صبر لویه ازموينه وه، الله تاسوته پر دغه کړاو د صبر بدله درکړه، د فرعون د خلکو له نيونې په ژغورنې سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ