سوره الحجر (آیت 13)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




15 الحجر(الحجر)، آیت ۱۳

لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ ۖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ 13 ١٣

دوى په ده ایمان نه راوړي او یقینًا د پخوانیو (كافرو) طریقه تېره شوې ده (۱۳)

تفسیر
دوی ایمان نه راوړي په دې قرآن کریم کوم چې رانازل شوی په محمد صلی الله علیه وسلم باندې، او بیشکه مخکې تیره شوې طریقه د الله تعالی په هلاکولو د دروغو نسبت کوونکو هغه دین ته چې د هغوی پیغمبرانو هغوی ته راوړی و، نو دا دروغجن ګڼوونکي دې عبرت واخلي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ