سوره الحجر (آیت 23)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
15
الحجر(الحجر)، آیت ۲۳
وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ
او بېشكه مونږ، یقینًا همدا مونږ ژوندي كول كوو او مرګ وركوو او همدا مونږ وارثان یو (۲۳)
تفسیر
او بیشکه مونږ راژوندې کوو مړو لره د دوی په پيدا کولو سره د هیڅ نه او په دوباره راژوندې کولو سره وروسته د مرګ نه، او مړه کوو ژوندویو لره کله چې د دوی نیټې پوره شي، او یوازې مونږ پاتي کیدونکي یو چې زمکه او هغه څه چې په دې باندې دي مونږ ته پاتې کیږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: