سوره الحجر (آیت 54)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




15 الحجر(الحجر)، آیت ۵۴

قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِي عَلَىٰ أَنْ مَسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ 54 ٥٤

هغه وویل: ایا تاسو ما ته زېرى راكړ، سره له دې چې ما ته زوړوالى (بوډاوالى) را رسېدلى دى، نو تاسو په كومه وجه زېرى راكوئ؟ (۵۴)

تفسیر
ابراهیم -علیه السلام- هغوی ته وویل- په داسې حال کې چې تعجب کوونکی و د هغوی د زیري ورکولو نه دې ته په هلک سره-: آیا تاسو ما ته زیری راکوئ په هلک سره، سره لدې چې ما ته بوډاوالی رارسیدلی، نو په کومه طریقه تاسو ما ته زیری راکوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ