سوره الحجر (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




15 الحجر(الحجر)، آیت ۶۶

وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَٰلِكَ الْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَٰؤُلَاءِ مَقْطُوعٌ مُصْبِحِينَ 66 ٦٦

او مونږ هغه ته د دې كار فیصله وحي كړه چې یقینًا د دې خلقو بېخ پرې كېدونكى دى، په دې حال كې چې دوى به په سبا كې داخلېدونكي وي (۶۶)

تفسیر
او مونږ د وحې له لارې لوط -علیه السلام- ته هغه فیصله وښوده چې مونږ مقرر کړې وه، او هغه دا وه چې یقینا دا قوم چې دی خامخا بیخ به ویستل کیږي د دوی په هلاکولو د اخري کس د دوی کله چې په سبا وخت کې داخل شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ