سوره الحجر (آیت 88)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




15 الحجر(الحجر)، آیت ۸۸

لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ 88 ٨٨

او ته خپلې سترګې هغو شیانو ته مه ور اوږدې كوه (مه پورته كوه) چې مونږ په هغو سره فايده وركړې ده دغو خلقو ته، چې قسم قسم شیان دي او په دوى باندې مه غمګین كېږه او خپل وزر د مومنانو لپاره ښكته كړه (۸۸)

تفسیر
ته مه اوږدوه سترګي ستا هغه څه ته چې مونږ پرې مزې ورکړي قسما قسم خلکو ته د کافرانو نه د ختمیدونکو مزو څخه، او ته مه خپه کیږه د دوی په دروغجن ګڼلو، او عاجزي وکړه د مومنانو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ