سوره الحجر (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




15 الحجر(الحجر)، آیت ۸

مَا نُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوا إِذًا مُنْظَرِينَ 8 ٨

(اى خلقو واورئ!) مونږ ملايك نه نازلوو مګر په حقه سره او دوى به په دغه وخت كې مهلت وركړى شوي نه وي (۸)

تفسیر
الله تعالی دوی ته په جواب کې وویل کله چې دوی د ملایکو د راتللو غوښتنه کړی وه: مونږ نه رالیږو ملایکې مګر د حکمت د تقاضا په اساس کله چې په عذاب سره ستاسو د هلاکولو وخت راشي، -او کله چې مونږ ملایکې راولیږو او دوی ایمان رانه وړي- نو دوی ته به په دغه وخت کې مهلت ورنه کول شي، بلکې دوی ته به په تلوار سره عذاب راشي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ