سوره الحجر (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




15 الحجر(الحجر)، آیت ۹

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ 9 ٩

بېشكه هُم مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو (۹)

تفسیر
بیشکه مونږ هغو څوک یو چې دا قرآن کریم مو د محمد صلی الله علیه وسلم په زړه باندې رالیږلی لپاره د پند ورکولو خلکو ته، او بیشکه مونږ خامخا د قرآن کریم لپاره ساتونکي یو د زیاتي او کمي کولو نه او د تبدیل او تحریف نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ