سوره النحل (مچۍ) (آیت 100)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۰۰

إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُمْ بِهِ مُشْرِكُونَ 100 ١٠٠

همداخبره ده چې د ده غلبه په هغو كسانو باندې ده چې له ده سره دوستي كوي او په هغو كسانو باندې چې هغوى له هغه (الله) سره شریك جوړونكي دي (۱۰۰)

تفسیر
یقینا تسلط او قدرت د دې په وسوسو سره په هغو کسانو دی چې دې سره دوستي کوي، او د دې خبره په سرکشۍ کې مني، او هغه کسان چې د دې په سرکشه کولو سره د الله تعالی سره شریکان جوړوي او د هغه سره د نور چا بندګي کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ