سوره النحل (مچۍ) (آیت 120)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۲۰

إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 120 ١٢٠

بېشكه ابراهیم یو امت و، د الله فرمان منونكى، حق ته مايله او نه و هغه له مشركانو څخه (۱۲۰)

تفسیر
یقینا ابراهیم -علیه السلام- داسې یو شخص وو چې ټول د خیر صفتونه پکې راجمع شوي وو، همیشه د خپل رب تابعداري کوونکی و، مایله و د ټولو دینونو نه یواځې اسلام دین ته، او هیڅکله د مشرکینو له ډلې څخه نه و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ