سوره النحل (مچۍ) (آیت 123)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۲۳

ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 123 ١٢٣

بیا مونږ تا ته وحي وكړه چې د ابراهیم د ملت پیروي وكړه چې حنیف و او له مشركانو څخه نه و (۱۲۳)

تفسیر
بیا مونږ تا ته وحي وکړه -ای پیغمبره- چې تابعداري وکړه د دین د ابراهیم -علیه السلام- په توحید کې او په بې زارۍ کې د مشرکینو نه او په دعوت کې الله تعالی ته او په عمل کولو کې د هغه په شریعت باندې، داسې چې مایل وو د ټولو دینونو نه د اسلام دین ته، او هیڅکله د مشرکینو له ډلې څخه نه و لکه څرنګه چې مشرکین ګمان کوي، بلکې یواځې الله تعالی لره بندګي کوونکی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ