سوره النحل (مچۍ) (آیت 17)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۷

أَفَمَنْ يَخْلُقُ كَمَنْ لَا يَخْلُقُ ۗ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ 17 ١٧

ایا نو هغه ذات چې پیدا كوي په شان د هغه چا دى چې (څه) نشي پیدا كولى؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟ (۱۷)

تفسیر
ایا هغه ذات چې دا او نور شیان پیداکولی شي د هغه چا په شان کیدلی شي چې هیڅ نشي پیداکولی؟! ایا تاسې دا الله تعالی لویي او عظمت نه رایادوئ هغه ذات چې هر شی پيداکولی شي، او یواځې هغه د عبادت مستحق وګڼئ، او د هغه سره هغه څوک مه شریکوئ چې هیڅ هم نشي پيداکولی؟

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ