او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۸)
تفسیر
او که چیرته تاسې کوشش وکړئ -ای خلکو- د شمیرلو د الله تعالی د ډيرو نعمتونو هغه چې په تاسې ئې کړي دي، او د هغو د راګیرولو نو دا تاسو نشئ کولی د هغو د ډیروالی او مختلف والی له وجې، بیشکه الله تعالی خامخا بخښنه کوونکی دی داسې چې تاسې يې د هغه د شکر ایستلو نه د غفلت په وجه نه يئ رانیولي، مهربانه دی په تاسې داسې چې ستاسې څخه يې د ګناهونو او ستاسې د کوتاهئ په وجه دا نعمتونه ندي پرې کړي.