سوره النحل (مچۍ) (آیت 21)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۲۱
أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ ۖ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ
مړه دي، ژوندي نه دي او دوى نه پوهېږي چې كله به دوى بیا راژوندي كولى شي (۲۱)
تفسیر
او سره د دې نه چې دوی خپل معبودان په خپلو لاسونو جوړ کړي نو دوی جمادات هم دي چې ژوند او پوهه (علم) پکې هم نشته، نو دوی پدې هم نه پوهیږي چې دوی به کله د خپلو عبادت کوونکو سره د قیامت په ورځ دوباره راپاڅي، د دې لپاره چې دوی ټول د جهنم په اور کې وغورځيږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: