سوره النحل (مچۍ) (آیت 26)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۲۶

قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُمْ مِنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ 26 ٢٦

یقینًا له دوى نه مخكې خلقو مكر كړى و، نو الله د دوى عمارتونو ته له بنیادونو نه راغى، نو په دوى باندې د دوى له پاسه چتونه راپرېوتل او دوى ته عذاب له هغه ځایه راغى چې دوى نه پوهېدل (۲۶)

تفسیر
یقینا راتګ کړی وو مخکې د دوی نه نورو کافرانو په چلونو باندې خپلو پیغمبرانو ته، نو الله تعالی د دوی ابادیانې د بیخه ورانې کړې، او په دوی باندې د چتونو څخه رواغورځیدې، او د داسې ځای څخه ورته عذاب راغی چې دوی يې هیڅ توقع او تمه نه لرله، پس بیشکه دوی خو په دې تمه وو چې د دوی کورونه به دوی وساتي، نو دوی په خپلو کورونو کې هلاک شول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ