سوره النحل (مچۍ) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۳۰

وَقِيلَ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا مَاذَا أَنْزَلَ رَبُّكُمْ ۚ قَالُوا خَيْرًا ۗ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۚ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ ۚ وَلَنِعْمَ دَارُ الْمُتَّقِينَ 30 ٣٠

او هغو كسانو ته به وویل شي چې تقوىٰ يې غوره كړې ده: ستاسو رب څه نازل كړي دي؟ هغوى به ووايي: خیر (يې نازل كړى دى). د هغو كسانو لپاره چې په دې دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ نېكه بدله ده او یقینًا د اخرت كور ډېر غوره دى او یقینًا ښه كور د متقیانو دى (۳۰)

تفسیر
او وبه ویل شي هغو کسانو ته چې ویریدلي د خپل رب څخه په عملي کولو د حکمونو د هغه او په ځان ساتلو د هغه د نواهیو څخه: ستاسو رب پر محمد صلی الله علیه وسلم باندې څه شي رالیږلي دي؟ هغوی جواب ورکړ: الله تعالی ډیر لوی خیر رالیږلی، د هغو کسانو لپاره چې د الله تعالی بندګي يې په ښه ډول کړې ده او د هغه د بندګانو سره يې په دې دنیا کې ښایسته سلوک او تعامل کړی بدلې ښایسته دي، د هغې نه کامیابي او د رزق پراخي ده، او هغه ثواب چې الله تعالی په اخرت کې دوی لره تیار کړی ډیر غوره دی د هغه نه چې دوی لره يې په دنیا کې په تلوار سره ورکړی، او خامخا ډیر غوره دی کور د تقوی کوونکو خپل رب ته په عملي کولو د هغه د حکمونو او په ځان ساتلو سره د هغه د نواهیو څخه چې هغه د اخرت کور دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ